جلالاباد (پژواک، د لړم لومړې نېټه ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د کرنې رياست له لوري د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې په ۷،۶ میلیونه افغانيو لګښت د يوه سربند او کانال جوړېدو چارې پيل شوې.
مسوولین وايي، د دغه سربند له جوړېدو سره به سیمه کې ګڼې ځمکې د سېلاب له ګواښه وژغول شي او په دوامداره توګه به کروندو د کرنیزو اوبو برخه کې اسانتیا برابره شي.
د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي محمدولي محسن د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ریاست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) په اووه ميليونه او ۶۳۷ زره افغانيو لګښت د خوږياڼو ولسوالۍ په وزیرو احمدخېلو سیمه کې د يوه سربند او کانال جوړېدو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه سربند او کانال شاوخوا ۸۰۰ متره اوږدوالی لري چې د شپږو مياشتو موده کې به يې چارې بشپړې شي.
ده وويل، هڅه کوي چې په نورو ولسواليو کې هم د کرنې، اوبو لګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ برخو کې ګټورې پروژې پلې کړي.
د اکشن اېډ موسسې رييس عبدالواسع حنفي وويل، دغه پروژه د يادې موسسې په تخنيکي همکارۍ ترسره کېږي چې د ۸۰۰ په اوږدوالي کانال، ۷۲ متره سربند او همداراز د کانال داواړو خواوو ته ۳۰ – ۳۰ متره استنادي دېوالونه هم جوړوي.
هغه زياته کړه، دغه پروژه کې به ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي او په جوړېدو سره به يې ۷۲۵۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.
بلخوا، د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزیزالله مصطفی چې د دې پروژې د پرانیستې لپاره ورغلی و، هلته يې د يوې غونډې پرمهال وويل چې هېواد کې شاوخوا څلور لسیزو جګړو ډېر عامه ځايونه ړنګ کړي چې د بیارغونې برخه کې ډېر کار ته اړتيا ده.
هغه له اړوندو مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت نورو ولسواليو کې دې هم ورته پروژې پلې کړي.
د سيمې اوسېدونکو د دې پروژې پر پيل خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو پروژو د پيلېدو غوښتنه يې وکړه.
د خوږياڼو ولسوالۍ د وزیرو احمدخېلو سيمې يوه قومي مشر ملک نواب خان وويل، دا ولسوالۍ په تېرو دوو لسيزو کې د جګړو لوی ډګر وه چې د بیارغونې په ګډون په کې ډېرو برخو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او بايد اوسمهال دې ولسوالۍ ته د بیارغونې پروژې ډېرې ورکړل شي.
د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د حکومت له لوري په ولسواليو کې د سربندونو او اوبه خور په برخه کې د اسانتياو رامنځته کولو په موخه چارې ګړندۍ شوې دي او ورسره د کرنيزو محصولاتو کچه هم لوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP