ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شولو حاصلات زيات شوي؛ سږ کال به نږدې ۴۸ زره مټریک ټنه حاصل ورکړي

ننګرهار کې د شولو حاصلات زيات شوي؛ سږ کال به نږدې ۴۸ زره مټریک ټنه حاصل ورکړي

author avatar
22 Oct 2024 - 16:47
ننګرهار کې د شولو حاصلات زيات شوي؛ سږ کال به نږدې ۴۸ زره مټریک ټنه حاصل ورکړي
author avatar
22 Oct 2024 - 16:47

جلال‌اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ننګرهار کرنې رياست وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د شولو حاصلات زيات شوي او د اټکل له مخې به تر نږدې ۴۸ زره مټریک ټنه حاصلات ترې راټول شي.

بلخوا، کروندګر هم د شولو له سږنيو حاصلاتو خوښ دي او وايي، بازار يې هم د پخوا په پرتله ځکه ښه دی چې د شولو د پروسس فابریکو مالکان يې په پټي کې حاصلات په ښه بيه اخلي.

د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي محمد ولي محسن پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت په ۱۵ ولسواليو کې پر ۹۸۲۲ هکټاره ځمکه باندې کروندګرو شولې کرلې وې.

دی وايي، د تېر کال په پرتله به سږ کال حاصلات زيات وي او اټکل دی چې ۴۷ زره او ۶۳۶ مټریک ټنه حاصل به ترې راټول شي، په داسې حال کې چې تېر کال ۴۷ زره او ۲۰۷ ټنه حاصلات راټول شوي دي.

بلخوا، په ننګرهار کې کروندګر هم د شولو له سږنيو حاصلاتو خوښ دي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د عربخېلو سيمې يو کروندګر نوراغا نیکمل چې پر خپله دوه جریبه ځمکه يې شولې کرلي، وايي، د تېر کال په پرتله يې حاصلات ښه وو او بازار یې هم ښه دی.

هغه وايي چې د پخوا په پرتله د شولو بازار هم ځکه ښه دی چې د شولو د پروسس فابریکو مالکان يې په پټي کې حاصلات ترې په ښه بيه اخلي.

دی له حکومت غواړي چې کروندګرو سره دې د اصلاح شويو تخمونو او سرې برخه کې مرستې وکړي او هم دې دوی ته د شولو د کښت برخه کې مسلکي روزنې زمينې برابرې کړي.

پر دې سربېره د شولو په کروندو کې ګڼو بې روزګاره کسانو ته د لنډمهاله کار زمينه برابره شوې ده.

نصیب‌الله چې د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس يې کامې ولسوالۍ کې له يو کس څخه يونيم جريب ځمکه په شراکت نيولې او شولې يې په کې کرلي، وايي، هم يې د ځمکې مالک ته ګټه رسېږي او هم دوی ته په کې مزدوري پاتې کېږي.

د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي محمد ولي محسن هم وايي چې په دغه ولايت کې د وریجو او شولې د پروسس فابریکو په ډېروالي سره د شولې کرلو ته لېوالتیا زياته شوې ده.

هغه زیاته کړه، له کروندګرو سره يې د اصلاح شوو تخمونو، سرې او بازار موندنې برخو کې مرسته کړې او په راتلونکي کې به هم دغو مرستو ته دوام ورکړل شي.

د يادونې ده، ننګرهار کې د شولو پر حاصلاتو سربېره سږ کال د ګنيو، پنبې، غنمو، جوارو او نورو فصلونو حاصلات هم د تېرو کلونو په پرتله ښه وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.