ترینکوټ (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): اروزګان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د ترینکوټ ښاروالۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د اروزګان د فوټبال فدراسیون مشر میرزامحمد امیرزی وايي، د ولایت په کچه د فوټبال سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوي وې نن پای ته ورسېدې.
هغه چې د یادو سیالیو د پایلوبې پرمهال یې خبرې کولې، وویل، له دغه ټورنمنټ څخه یې موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د نشهیې توکو پر وړاندې مبارزه ده.
نوموړي زیاته کړه، د اتو لوبډلو ترمنځ د پیل شوو سیالیو نیمه پایلوبې ته د ترینکوټ ښاروالۍ او میوند لوبډلو لاره پیدا کړه چې بلاخره ترینکوټ ښاروالي لوبډلې وکولی شو، مقابلې لوبډلې ته دوه پر یو ماته ورکړي او د دې سیالیو اتلولي خپله کړي.
ورته مهال، هغه لوبغاړي چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیسته وه، خوشاله دي او په راتلونکې کې هم د ورته لوبو د برابرېدو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP