لښکرګاه (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په سردار ګلمحمد خان صنعتي ښارګوټي کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د درمل جوړولو یوه کارخونه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.
د یادې کارخونې مسوول سیدولي جهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کارخونه یې د دوو کلونو په موده کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړه کړې ده چې څلور ډوله درمل به تولیدوي.
نوموړي زیاته کړه: «په دې فابریکې باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او څلور ډوله درمل جوړوي چې په دې درملو کې د معدې، عصابو، تقویې او ټوخي درمل شامل دي، دغه راز ۳۰۰ تنو ته پهکې په مستقیم او غیرمستقيم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.»
نوموړي دغه راز وویل، یادې کارخونې ته ټول خام مواد له بهرنیو هېوادونو راوړل کېږي او بیا له پروسس او بستهبندۍ وروسته د هېواد ۳۴ ولایتونو ته لېږول کېږي.
ورته مهال، د هلمند د سوداګرۍ خونې مسوول غلام یحیی پښتون په دغه ولایت کې د درمل جوړولو کارخونې جوړېدل یو ښه اقدام بولي او په خبره یې چې له دې سره به هېواد ته د بېکیفیته درملو له راواردېدو مخنیوی وشي.
هغه وویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې ۱۰۹ بېلابېلې فابریکې جوړې شوې او سلګونه کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.»
د یادونې ده، هغه کسان چې په دې کارخونه کې کار کوي، خوښ چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابرې شوې ده.