جلالاباد (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولین وايي، د بټيکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد طیب حماد د لړم په ۲مه نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دغه ولايت د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند باریکاب سيمه کې يوې ښځې ځان وژنه کړې ده.
هغه زياته کړه، امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته ورغلي، پېښه يې څېړلې او د یادې ښځې جسد يې د هغې کورنۍ ته سپارلی دی.
د حماد د معلوماتو پر بنسټ، یاده مېرمن یو کس ته کوژده شوې وه خو واده یې نه و شوی او کوژدن یې له بلې نجلۍ سره واده کړی و.
هغه زياته کړه: «د نجلۍ وروڼو نجلۍ ته بار بار ویلي چې له خپل کوژدن نه طلاق واخله خو نجلۍ ورسره مخالفت کولو په همدې وخت کې نجلۍ ناروغه شوې، د کورنۍ له خوا روغتون ته انتقال شوې خو وفات شوې وه او له هغې وروسته یې جسد طب عدليي ته انتقال کړی او د عدلی طب له نتایجو معلومېږی چې زهر یې خوړلي.»
د سيمې يوه اوسېدونکي هم د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په دې کورنۍ کې د دې ستونزې له امله هر وخت جنجالونه کېدل.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم جلالاباد ښار کې يوې ناوې خپل خاوند د یوه بل کس په همکارۍ وژلی و خو دواړه د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP