Language

د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډلې ۹ پر صفر ماکائو ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې نن په خپله دویمه لوبه کې د ماکائو هېواد لوبډلې ته ماته ورکړه.‎

د هېواد فوټبال ملي لوبډلې په نننۍ لوبه کې ۹ پر صفر ماکائو ته ماته ورکړه.

د افغانستان له لوري محمد نوروزي او وارث شېرزي دوه - دوه ګولونه، ارش احمدي، ساحل سروري، نصیراحمد محمدي، نوید محبوبي، وارث رازقۍ او یاسر صافي یو - یو ګول وواهه.

همدارنګه په دغو سیالیو کې افغان لوبډله په B ګروپ کې له بنګله‌دېش، کمبودیا، فلیپین او ماکاو سره لوبېږي.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې اته پر صفر فلیپین ته ماتې ورکړې وه.