Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملګرو ملتونو د ۷۹يمې کلیزې په مناسبت له رسنیو سره غونډه جوړه شوه

د ملګرو ملتونو د ۷۹يمې کلیزې په مناسبت له رسنیو سره غونډه جوړه شوه

author avatar
24 Oct 2024 - 01:45
د ملګرو ملتونو د ۷۹يمې کلیزې په مناسبت له رسنیو سره غونډه جوړه شوه
author avatar
24 Oct 2024 - 01:45

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): په افغانستان کې د یونسکو مشرې د ملګرو ملتونو د ۷۹يمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، یونسکو له ۱۹۹۳ میلادي کال راهیسې په نړۍواله کچه د ۱۷۱۴ خبریالانو د وژلو پېښې ثبت کړې دي.

نن په کابل کې «د ملګرو ملتونو د ۷۹يمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو او افغان رسنيو کنفرانس د تېرو، اوسنیو او راتلونکو فرصتونو» تر نوم لاندې پیل شو.

په افغانستان کې د یونسکو مشرې پتریشیا وویل، د ملګرو ملتونو ورځې نمانځنه د رسنیو له استازو سره ځکه مناسبه ده چې بې‌طرفي، انسانیت او خپلواکي د ملګرو ملتونو او رسنیو بنسټیز اصول او ارزښتونه دي او رسنۍ د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه خلکو او نړۍوالې ټولنې ته معلومات ورکوي او د سولې او سوکالۍ لپاره کار کوي.

هغه وایي، په ملګرو ملتونو کې یونسکو ته مسوولیت سپارل شوی څو د بیان ازادي په موثره توګه تضمین کړي.

پتریشیا په نړۍواله کچه د خبریالانو د وضعیت په اړه وویل: «په وروستیو کلونو کې موږ پر خبریالانو د بې‌ساري بریدونو شاهدان یو؛ په ټوله نړۍ کې خبریالان یوازې د خپلو دندو ترسره کولو په خاطر له ځورونې، زنداني کېدو، تاوتریخوالي او یا مرګ سره مخ کېږي. د ژورنالېستانو بندیان په لوړ ریکارډ کې دي.»

د هغې د معلوماتو له مخې، یونسکو له ۱۹۹۳ کال راهیسې په نړۍواله کچه د ۱۷۱۴ خبریالانو د وژلو پېښې ثبت کړې او یوازې سږ کال د وژل شوو خبریالانو شمېر ۵۴ ته رسېدلی دی.

د دې په وینا، ټولنیزو رسنیو او نورو ډیجیټل پلټ فارمونو په ټوله نړۍ کې خلکو ته د خبرو اترو، معلوماتو شریکولو او ټولنې بدلولو توان ورکړی خو په زیاتېدونکي توګه دا پلټ فارمونه د غلطو معلوماتو او کرکې لامل هم کېږي.

په دې اړه یونسکو له کرکجن بیان او غلط معلوماتو سره د مبارزې لپاره د حکومتونو، تنظیموونکو ادارو او ډیجیټل شرکتونو لپاره لارښوونې رامنځته کوي.

هغه وایي، دولتونه مکلف دي داسې چاپېریال رامنځته کړي چې خپلواکې رسنۍ په کې وده وکړي.

د دې په وینا، یونسکو پر دې باور ده چې د رسنیو ځان تنظیمول – چې د رسنیو لپاره د چلند مناسب کوډونه ټاکي - تر ټولو مناسبه حل لاره ده؛ ځکه چې دا کولای شي د رسنیو خپلواکي وساتي او رسنۍ د حکومت له اړخه له لاسوهنې خوندي کړي.

هغې وویل چې په افغانستان کې یونسکو معلوماتو ته د لاسرسي د ښه‌والي او د هېواد د میراثونو د ساتنې او د پوهې او سواد کچې لوړولو برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي.

د کابل پوهنتون استاد او رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون غړي پوهنوال شفیق وردګ په نننۍ ناسته کې وویل، رسنۍ او خبریالان مخکې له دې چې پر حکومت نيوکې وکړي، لومړی باید خپل ځان نظام‌مند او یو حقوقي رسنیز نظام رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه: «په تېرو شلو کلونو کې موږ له دې سټېجه پر حکومت د فشار لپاره د وسيلې په توګه استفاده کړې، انتقاد مو کړی، له تېر حکومته مو امتیاز اخيستی، په یو نامه په بل نامه؛ اوس چې دغسې سټېج موږ ته برابرېږي، پر حکومت باندې انتقاد کوو څو له دې وطنه د وتو لپاره لارې چارې ځان ته برابرې کړو.»

دی وايي، افغان خبریالان او رسنۍ باید د ځان لپاره دقیق رسنیز نظام، هغه نظام چې بستر یې افغانستان وي، بنسټ یې افغاني او ملت‌پالنه وي، افغاني ارزښتونه وي، تعريفونه په کې بومي وي، رامنځته کړي له هغه وروسته بیا کولای شي له حکومت سره بحث وکړي او اطلاعاتو ته لاسرسی ورنه وغواړي.

د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر حفیظ‌ الله بارکزي وویل، له دې سره سره چې رسنۍ له اقتصادي اړخه له ستونزو سره مخ دي، خو په تېرو درېیو کلونو کې یې د هېواد شرایطو ته په پام، د ژورنالېزم له اصولو او معیارونو سره سم پراخ فعالیتونه درلودل.

بارکزي زیاته کړه: «منطقي لار دا ده چې سياسي نظام، خبریالان او ټولیزې رسنۍ د هېواد ملي ګټو ته په پام، خپل مسیر مشخص او د اطلاع رسونې برخه کې استوار ګامونه پورته کړي.»

هغه پر نړۍوالو غږ وکړ چې په مالي برخه کې د رسنیو ملاتړ وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.