Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې څه‌کم څلور زره نارینه او ښځې د «لیک لوست زده‌کړې» پروګرام کې پر زده‌کړو بوخت دي

پلخمري (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت ټولو ولسوالیو کې د لیک لوست پروګرام د ۱۹۳ ټولګیو له لارې څه‌کم څلور زره نارینه‌ او ښځې پر زده‌کړو بوخت دي.

د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د «لیک لوست زده‌کړې» پروګرام د پلي‌کولو مدیرعیدالمبین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله اوس دغه ولایت کې د لیک لوست زده‌کړې پروسه چټکه شوې او ترڅنګ یې دغه پروګرام ته د ښځینه او نارینه‌وو لېوالتیا ډېره شوې ده.

هغه وویل، اوسمهال د بغلان په ټولو ولسوالیو کې د لیک لوست زده‌کړې پروګرام لپاره ۶۲ ټولګي د ښځو او ۱۳۱ ټولګي د نارینه‌وو لپاره فعال شوي چې د ۱۳۱۵ ښځینه زده‌کوونکو په ګډون په‌کې درې زره ۷۴۵ کسان پر زده‌کړو بوخت دي.

د نوموړي په خبره، د لیک لوست زده‌کړې په دغه نهه میاشتني پروګرام کې د ۱۰۲ ښځينه او نارینه ښوونکو له لوري د پوهنې وزارت د لومړي، دویم او درېیم ټولګیو نصاب تدریس کیږي چې په پای کې به فارغ شوي کسان د شپې لیسې په اووم ټولګي کې شامل شي.

ورته مهال، د دغه پروګرام یوه ګډون‌وال بشیراحمد چې اوس د بغلان په امنیه قوماندانۍ کې دنده لري، وايي، کوچنیوالي کې په ښوونځي کې شامل شوی و خو هېواد کې د جګړو او ناامنیو له امله یې زده‌کړې نیمګرې پاتې شوې.

هغه وویل: «څو میاشتې کېږي چې له نورو همکارانو سره یو ځای مې د لیک لوست زده‌کړه پیل کړې او د پخوا په پرتله اوس یو څه لوستلی هم شم.»

دغه راز، د حبیب‌الرحمن سیفي په نوم یو ښوونکی وايي، هر سهار شپږ بجې یو ساعت د امنیه قومانداني یو شمېر منسوبینو ته د لیک لوست زده‌کړې تدریس کوي او زیاتوي چې ګډونوالو یې له پخوا ډېر بدلون کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.