خوست ښار (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): خوست کې د جلغوزو يو شمېر سوداګر وايي چې دغه ولایت کې لا هم د جلغوزيو کاروبار پر پاکستانۍ کلدارو کېږي چې باید مخه یې ونیول شي.
هغوی له مسوولو حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د نورو کاروبارونو په څېر دې د جلغوزيو پېر او پلور هم په افغانيو ترسره شي.
خوست کې د جلغوزيو يوه سوداګر افسرعلي خان پژواک خبري اژانس ته وويل دا چې پاکستانۍ کلدارۍ د افغانۍ په مقابل کې ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، نو ورسره د دوی پر کاروبار هم منفي تاثير لري.
دی وايي: «هر څه په افغانيو دي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې جلغوزي هم په افغانيو باندې شي، موږ يې په غرو کې په پاکستانۍ کلدارو باندې اخلو او دلته يې هم په کلدارو خرڅوو، دا هر څه بايد افغانيو ته واوړي.»
د جلغوزيو يوه بل سوداګر حکيم ځدراڼ پژواک ته وويل، دا مهال په کور دننه د جلغوزيو کاروبار په پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي چې له کبله يې دوی هر کال په ميليونونو افغانۍ زيان کوي.
دی له مسوولو حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې مخه ونيسي.
ده زياته کړه: «جلغوزي ټول پر کلدارو باندې خرڅېږي، کلدارې خو د ډالر او افغانيو په مقابل کې ارزښت له لاسه ورکړی. موږ غواړو چې جلغوزي دې په افغانيو شي، ځکه خپله سکه مو ده.»
اخوا د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزی وايي، دا مهال د سيمې د هېوادونو په پرتله افغانۍ يوازېنۍ سکه ده چې د ډالر په مقابل کې يې خپل ارزښت ساتلی دی.
هغه وويل، د دې لپاره چې افغانۍ د ډالرو او نورو بهرنيو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ور نه کړي، نو حکومتي مسوولين بايد په هېواد کې پر هر ډول بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړي.
هغه زياتوي: «په خپله خاوره کې په پردۍ پيسو جنس اخيستل دا نه يوازې چې زموږ ملي هويت ته ضرر دی، بلکې زموږ خاوره او ارضي تماميت تر سوال لاندې راولي، نو دا څه ساده خبره نه ده چې موږ پردۍ کرنسۍ دلته کاروو، نه يوازې کلداره بلکې په غربي ولایتونو کې ايرانۍ تومان هم کارول کېږي، نو اسلامي امارت بايد د خپل هويت په خاطر کوټلي ګامونه واخلي.»
ورته مهال، د خوست مرستيال والي محبوبشاه قانت بيا پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې ولايت مقام پر پردۍ سکې د راکړې ورکړې د بنديز او پر ځای يې د افغانيو د بشپړ رايجولو په موخه يوه کمېټه جوړه کړې.
هغه وويل، کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو خلک وهڅوي چې د هر ډول توکو راکړه ورکړه په افغانيو ترسره کړي.
هغه وايي: «موږ خپلو خوستوالو ته ډاډ او اطمینان ورکوو چې دا مشکل به په نږدې وخت کې حل کېږي او دغه ولايت کې به د جلغوزيو په ګډون نور هغه توکي چې پېر او پلور يې په پاکستانۍ کلدارو کېږي، افغانيو ته به اوړي.»
د دغه ولايت د اوسېدونکو او سوداګرو په وينا، په خوست او ورسره څېرمه ځينو ولايتونو کې له جلغوزیو سربېره د موټرو او څارويو کاروبار هم په پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP