ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا کې لس پاکستاني سرحدي سرتېري وژل شوي

خیبر پښتونخوا کې لس پاکستاني سرحدي سرتېري وژل شوي

author avatar
25 Oct 2024 - 11:57
خیبر پښتونخوا کې لس پاکستاني سرحدي سرتېري وژل شوي
author avatar
25 Oct 2024 - 11:57

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، تېره شپه د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر یوه پوسته وسله‌وال برید کې لس سرتېري وژل شوي دي.

 رویټرز خبري ‌اژانس د پولیسو د درېیو جګپوړو چارواکو په حواله ویلي، تېره شپه د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل‌خان کې وسله‌والو کسانو د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې لس سرتیري وژل شوي دي.

‌یادو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې‌ وژل شوي‌ کسان د سرحدي‌ ځواکونو سرتېري‌ دي.‌

رویټرز لیکلي، د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» منلی دی.‌

د یادونې ده چې د پاکستانی پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر«ای‌اېس‌پي‌ار» تر اوسه پر خپله ویب‌پاڼه او خواله رسنیو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.