Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تسنیم: د اسراییل د تېرې شپې بریدونو کې د ایران دوه پوځيان وژل شوي

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): اسراییل وايي چې تېره شپه یې په ایران کې د توغندیو جوړولو مرکزونه او د هوا دفاعي سیسټمونه په نښه کړي او په ایران کې سرچینو هم څرګنده کړې چې د دغه هېواد د درېیو ولایتونو نظامي مرکزونو ځینې برخې په نښه شوې چې په کې د پوځ دوه سرتېري وژل شوي دي.

تېره شپه اسراییلو په ایران کې پر ځینو ځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

د اسراییل د پوځ فارسي‌ژبي ویاند کمال پنهاسي د دغه برید په تړاو خپره کړې یوه ويډیو کې ویلي چې ‎اسراییل په ایران کې د توغندیو جوړولو مرکزونه او د هوا دفاعي سیسټمونه په نښه کړي دي.

هغه ادعا کړې چې «د دغه برید هدفونه ټول ویشتل شوي دي.»

د ایران تسنیم خبري اژانس د دغه هېواد د هوایي دفاع د مرکز په حواله لیکلي چې په تهران، خوزستان او ایلام ایران ولایتونو کې د نظامي مرکزونو ځینې برخې «د اسراییل د هجوم» هدف ګرځول شوي دي.

سرچینې له جزئیاتو پرته زیاته کړې چې د هوايي بریدونو پر وړاندې د ایران د هوا د دفاعي سیسټم په فعالېدو سره د دغه هېواد ځینو برخو ته محدود زیانونه رسېدلي دي.

تسنیم زیاته کړې چې د ایران پوځ په یوه اعلامیه کې د اسراییل د تېرې شپې په بریدونو کې د دغه هېواد ‎«دوو پوځیانو» له وژل کېدو خبر ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.