فیضاباد (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار د لسمې ناحیې په مربوطاتو کې د سېلاب راتلو له امله یو کس مړ شوی دی.
د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمداکرم اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د سختو ورښتونو او سېلاب راتلو له امله یو ۱۳ کلن تنکی ځوان د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار په لسمه ناحیه کې مړ شوی دی.
هغه وویل، دغه ځوان غوښتل له یوې درې تېر شي چې یو ناڅاپه سېلاب پرې راغلی او وړی یې دی چې مړی یې وروسته له درېیو ساعتونو پیدا او خپلې کورنۍ ته یې وسپارل شو.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سهار د بدخشان په ځینو نورو برخو کې هم سېلابونه راغلي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن