Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روسیې او بحرین یو شمېر سوداګرو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د بحرین او روسیې یو شمېر سوداګر او پانګه‌والو د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره په ليدنه کې د افغانستان د کانونو د استخراج، د هوایي چلند امنیت خوندیتوب، مسلکي کادرونو روزنې او روغتیا برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ریاست‌الوزراء سیاسي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د بحرین او روسیې له یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

سرچينې لیکلي،‎ د دې کتنې په پیل کې راغلو پانګه‌والو په افغانستان کې د پانګونې لپاره چمتووالی وښود، ویې ویل، لېوال دي په افغانستان کې د کانونو د استخراج، د هوايي چلند امنیت خوندیتوب، مسلکي کادرونو روزنې، د روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

هغوی دغه راز ویلي، په افغانستان کې د پانګونې شرایطو او له پانګه‌والو د اسلامي امارت ملاتړ، بهرمېشتي پانګه‌وال او شرکتونه هڅولي چې په دغه هېواد کې کار وکړي.

همدارنګه، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راوروسته ډېر تمرکز پر اقتصادي پیاوړتیا شوی او په تېرو درېیو کلونو کې په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې دي.

سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به ټولو پانګه‌والو ته د پانګونې لازمې اسانتياوې او شرایط برابر کړي.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د کار غوره فرصتونه شته چې باید استفاده ترې وشي، دا مهال د نفتو او نورو کانونو د استخراج، د درمل جوړولو، بندونو او سړکونو جوړولو برخو کې اساسي پروژې پلې کېدونکې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.