ګردېز (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): پکتيا کې د مڼو يو شمېر بڼوال وايي چې سږ کال د مڼو حاصلات یې د ځینو ناروغیو له امله زیانمن او کم شوي، بل لورته حکومتي مسوولین هم یاده ستونزه تاييدوي.
هغوی وايي، د مڼو خوړونکو چینجیو ناروغۍ له امله یې مڼې خرابې شوې دي او له وخت مخکې له ونو تويېږي چې د خرڅېدو وړ هم نه دي.
په دې اړه د پکتیا احمدابا ولسوالۍ د عيسیخېلو کلي اوسېدونکي رحمنالله پژواک خبري اژانس ته وويل، په خپل بڼ کې د مڼو شاوخوا ۳۵۰ ونې لري چې د نباتي ناروغيو له امله يې مڼې خرابې شوې دي.
هغه وويل: «زما د مڼو ونې تر ۳۵۰ پورې دي، تېر کال يې شاوخوا دری زره او پنځه سوه منه مڼې کړې وې خو سږ کال يې يو ډول چينجی کړی زياتره يې توی شوې دي، سږ کال به دغه يونيم زر منه مڼې په کې وي، سږ کال يې قيمت هم ټيټ دی، تېر کال په ۱۳۰ ان تر ۱۵۰ پورې د يو من قيمت و خو سږ کال ۷۰ افغانيو ته را ټيټ شوی، موږ ته هغه خپل مصارف هم نه پوره کوي.»
دغه راز، پکتیا کې يوه بل بڼوال زلمي هم پژواک ته وويل چې سږ کال يې مڼو يو ډول چينجی پيدا کړی او له ونو تويېږي.
هغه وويل چې د مڼو ناروغيو له امله زياتره بڼوال له مالي تاوان سره مخ دي او هغه کړي مصارف هم ورته نه پوره کوي.
هغه له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې د مڼو پاتې حاصلاتو لپاره دې ورته بازار پيدا کولو کې مرسته وکړي.
دی وايي: «اوس چې مڼې پخې شوې د برمې په نوم يو چينجی يې کړی، هر سهار چې راپورته کېږو هرې ونې لاندې يو من يا دوه منه مڼې توی شوې وي، هغه چې بازار ته وړو بازار هم نه لري؛ ځکه خرابې وي، زموږ غوښتنه دا ده چې دغه پاتې مڼو لپاره د بازار پيدا کولو برخه کې يوه همکاري راسره وشي.»
یو شمېر نورو بڼوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې خپلو پاتې د مڼو محصولاتو ته د بازار غوښتنه وکړه.
بل لورته، د پکتيا کرنې، اوبو لګولو او مالداری رياست مسوولين هم تاييدوي چې سږ کال د ځینو ناروغيو له امله د مڼو حاصلات زيانمن شوي.
د پکتيا کرنې رياست د ترويج عمومي مدير عزيزالله کريمي پژواک ته وويل چې سږ کال د مڼو حاصلاتو کې له ۱۰ تر ۱۵ سلنې پورې کموالی راغلی.
هغه وويل: «سږ کال د مڼو په حاصلاتو کې له لسو تر پنځلس سلنه کموالی راغلی، په پسرلي موسم کې هوا ډېره سړه شوه په ځينو سيمو کې ږلۍ و ورېده نو ميوهلرونکو ونو ګل توی کړ او اوس ځينې ناروغۍ دي چې له امله یې د مڼو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی.»
د کرنې رياست مسولين ډاډ ورکوي چې د بڼوالو د مڼو پاتې حاصلاتو لپاره به بازار پيدا کولو برخه کې خپله هڅه وکړي.
هغوی وایي، له ځينو موسسو سره په ګډه کار کوي څو معياري سړې خونې جوړې کړي چې بڼوال په کې خپل کرنیز محصولات وساتي.
Views: 42
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP