کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دوو شرکتونو د غزني - کندهار پنځو سبسټېشنونو جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د «اطلس مهدي یار اسمان هشتم» ایراني شرکت له ریيس محمد خاوازي او د داخلي شرکت «شمس مدثر ساختماني او لوژستیکي شرکت» له رییس سيفالرحمن هوتک سره د برېښنا شرکت اړوند يو شمېر سبسټېشنونو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، په ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس د برېښنا اړوند بېلابېلو سب ستېشنونو برخه کې د پانګونې او شته فرصتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
سرچینه زیاتوي، د یادو دوو شرکتونو مسوولینو وویل چې د غزني - کندهار پنځو سبسټېشنونو جوړولو برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس د شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د برېښنا شرکت له اړوندو تخنیکي څانګو سره په دې اړه له نږدې هر اړخیزې خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP