Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فیلیپین کې د «ترامي» توپان نږدې ۸۵ کسان مړه کړي

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): فیلیپین کې د سېلابونو راتلو او ځمک‌ښویېدنې پېښو کې ۸۵ کسان مړه او ۴۱ نور نادرکه شوي دي.

فاکس‌نیوز راپور ورکړی چې سېلابونو د فیلیپین شمال‌لوېدیځې سیمې ډېرې زیانمنې کړې او د مرګ‌ژوبلې ډېرېدو احتمال هم شتون لري.

د راپور له مخې، فیلیپین کې د سېلاب او ځمکې‌ښویېدنې پېښې د «ترامي» په نوم ګرمسیري توپان له امله شوې چې زرګونه کسان یې بې‌کوره کړي دي.

د یاد توپان له امله د فیلیپین په څو ولایتونو کې ښوونځي او ادارې رخصت شوې او د وړاندوینو له مخې، ښايي مسیر یې تغییر وکړي او ویټنام ته ورسېږي.

د فیلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس اعلان کړی چې ډېری محصور شوې سیمې او خلک مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده، «ترامي» توپان د اسیا په سوېل‌لوېديځ کې د روان کال یو له ویجاړوونکو او وژونکو توپانونو پېژندل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.