جلالاباد (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): په ننګرهار ولايت کې د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ځوانو لوبغاړو د هڅونې او له نشهيي توکو سره د مبارزې په موخه د غېږنیونې درې ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
مسوولین وايي، په دغو سياليو کې د غېږنيونې ۷۰۰ لوبغاړو چې د دغه ولايت د بېلابېلو کلبونو غړي دي، برخه لري او په څلورو کټګوريو کې به سيالۍ ترسره کړي.
د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د لړم په ۶مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه رياست په لارښوونه د جلالاباد ښار پنځمې ناحیې ورزشي جمنازيوم کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.
سرچینه وايي، دغه سيالۍ له نشهیي توکو د ځوانانو راګرځولو، عامه پوهاوي او د ورزشکارانو هڅونې په موخه پیل شوې.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې دغه سیالۍ د ننګرهار په کچه د ۷۰۰ لوبغاړو په ګډون په څلورو سني کټګوریو (کوچنیان، نوي ځوانان، ځوانان او لویانو) کې ترسره کېږي چې موخه یې د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.
د جلالاباد ښار د پهلوانۍ يوه کلب غړی اميرالله وايي، دا ډول سيالۍ د دوی د هڅونې او په راتلونکي کې د پرمختګ لپاره ډېرې ګټورې دي.
دا سيالۍ چې نن پيل شوې، درې ورځې به دوام وکړي او هره ورځ به يې نندارې ته سلګونه خلک ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP