ګردېز (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ له لوري د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه دارلایتام لیليې ته ودانۍ جوړه شوه.
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د خاتم الانبیا دارالایتام مسوول مولوي عبدالباري احمد وويل چې د ياد دارالايتام لپاره د ليلیې ودانی نن بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه وايي چې دغه ودانۍ د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۲۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
هغه وويل: «زموږ د دارلايتام لپاره چې د ليلیې ودانی نن بشپړه شوه، لس اتاقونه لري او يو اداري دفتر لري. دا به فقط د زده کوونکو د خوب ځای وي. دا بل تعمير چې چارې يې پيل شوې دا به د طعام خانې او تشنابونو لپاره وي. دلته اوس ۱۵۰ زده کوونکي زده کړې کوي.»
دغهراز په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د حج اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن وويل، اسلامي امارت هوډ لري چې په ټول هېواد کې د دیني او عصري زده کړو لپاره لازمې اسانتیاوې را منځته کړي.
همدارنګه د دغه دارالایتام يوه زده کوونکي محمد هاشم پژواک ته وويل، تر دې وړاندې چې دارالايتام کې ليليه نه وه د اوسېدو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
هغه وويل: «ډېری زده کوونکي له لرو ځایونو راځي، درس ته رسیدهګی نه شی کولای خو اوس به دغه مشکل حل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم ترکيې هېواد د پنځه سوه زره ډالرو لګښت په پکتیکا ولایت کې يوه دارلايتام ته ودانی جوړه کړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن