ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال‌اباد ښار کې د درېيو فرعي سړکونو بیارغونې چارې پيل شوې

جلال‌اباد ښار کې د درېيو فرعي سړکونو بیارغونې چارې پيل شوې

author avatar
28 Oct 2024 - 16:17
جلال‌اباد ښار کې د درېيو فرعي سړکونو بیارغونې چارې پيل شوې
author avatar
28 Oct 2024 - 16:17

جلال‌اباد (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۱۱ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانيو په لګښت د درېيو فرعي سړکونو بیارغونې چارې پيل شوې.

مسوولین وايي، د دویمې ناحیې اړوند دغه سړکونه کلونه مخکې جوړ شوي چې ډېر تخریب شوي او بیارغونې ته يې اړتیا درلوده چې نن (د لړم ۷مه) يې چارې پيل شوې.

د جلال‌اباد ښاروال مولوي نقيب‌الله طارق د دغو چارو د پیل پر مهال وويل، د ښاروالۍ د ۱۴۰۳ کال انکشافي پروژو په دوام نن د د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د سمنټو، مالګې او کهنه‌فروشۍ کوڅو د سړکونو بیارغونه پيل شوه.

هغه زیاته کړه، د دغو سړکونو اوږدوالی ۱۱۲۰ متره او سور یې ۶،۵ متره دی، ټول لګښت یې ۱۱،۶ میلیونه افغانۍ کېږي چې د ښاروالۍ له داخلي بودجې ورکول کېږي.

نوموړي له ښاريانو او د دغو سیمو له هټۍوالو وغوښتل چې د ښار په ټولو برخو کې د سړکونو په ساتنه او مراقبت کې همکاري وکړي؛ ځکه چې بېرته رغونه یې ډېر لګښت غواړي.

دغه راز، د کهنه‌فروشۍ سيمې يو هټۍوال عبدالله وايي چې د دغه سړک د خرابوالي له امله نه يوازې هټۍوال، بلکې عام خلک او موټرچلوونکي هم ډېر په ستونزو کې دي.

هغه هيله وښوده چې د دې سیمې سړک په جوړېدو سره به خلکو د راتګ راتګ ستونزه حل شي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، د ښار په مختلفو برخو کې ټول هغه سړکونه چې تخریب شوي له سره په اساسې او معیاري توګه جوړوي چې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.