Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې ۱۷ زره کروندګرو ته د اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېشلو لړۍ پيل شوه

ترینکوټ (پژواک،۷ لړم ۱۴۰۳): د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۱۷ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېشلو لړۍ پیل شوه.

د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاالله راشد وویل، یاده مرسته د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو/FAO  ادارې په مالي او د افغانستان بیا ودانولو/ANCC  موسسې په تخنیکي همکارۍ وېشل کېږي.

دغه‌راز هغه زیاته کړه: «هر کروندګر ته پنځوس کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او سل کیلوګرامه توره او سپینه سره ورکول کېږي.»

راشد له کروندګرو سره د دې مرستې موخه، د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړول او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت ښه کول بولي.

ورته مهال. اروزګاني کروندګر دوی ته د دغو مرستو له وېشلو خوښ دي.

د حمیدالله په نوم د مرکز ترینکوټ یوه کروندګر پژواک ته وویل، مرسته کېدونکي اصلاح شوي تخم تر دې مخکې خورا ښې پایلې ورکړې.

هغه هېله لري چې په دغو مرستو سره به یې حاصلات ښه شي.

همدارنګه دوی له اړوندو ادارو څخه کروندګرو ته د مسلکي روزنې غوښتنه هم وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.