جلالاباد (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له لوري له ۲۰ روغتيايي مرکزونو سره د روغتيايي او غیر روغتيايي تجهيزاتو مرسته وشوه.
په دغو تجهيزاتو کې بسترونه، روغتيايي کېټونه، المارۍ، چوکۍ، بخارۍ او نور وسایل شامل دي چې د ژمي پر مهال به د روغتيايي خدمتونو برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.
د دغو مرستو د تر لاسه کولو پر مهال د ننګرهار د عامې روغتيا رییس مولوي امينالله شریف وويل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا يونیسف له لوري د دغه ولايت له ۲۰ روغتيايي مرکزونو سره د ۴۲ قلمه اړینو روغتیايي او غیر روغتيايي تجهیزاتو مرسته وشوه.
نوموړي زیاته کړه، په یادو وسایلو کې د ولادت میزونه، بسترونه، فشار الې، د عملیات او ولادت سیټونه، د ماشومانو د وزن کولو تلې، کثافت دانۍ، المارۍ، انتظارخونو لپاره ځانګړې چوکۍ، بخارۍ او نور اړین وسایل شامل دي.
نوموړي د دغو مرستو له امله مننه وکړه او له پاتې نورو روغتیايي مرکزونو سره چې د وسایلو له کمبود سره مخ دي د مرستې غوښتنه یې هم وکړه.
مسوولین وايي، هڅه کوي چې د ژمي له راتګ مخکې د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د درملو او تجهيزاتو ستونزې حل کړي چې د ژمي په موسم کې د خلکو درملنه کې کمښت رامنځته نه شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن