کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): هرات کې د ایران سرکونسل وایي چې هېواد یې د افغانستان مهم اقتصادي شریک دی او ایران تل د سیمې له هېوادونو سره پراخې اړیکې لرلې دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په هرات کې د ایران نوي سرکونسل عليرضا مرحمتي دا څرګندونې تېره ورځ د خراسان رضوي ولایت تایباد ولسوالۍ ته د سفرپه ترڅ کې کړې دي.
هغه ویلي چې ایران تل له ګاونډيو هېوادونو سره له امنیتي او اقتصادي لومړیتوبونو سره د پایدارې پراختیا او ګډې همکارۍ غوښتونکی دی.
نوموړي ویلي چې له افغانستان سره د ایران ګاونډیتوب د دواړو هېوادونو لپاره یو طلایي فرصت ګڼل کېږي او له دغه ظرفیته باید په بېلابېلو برخو کې استفاده وشي.
هغه څرګنده کړې چې د ایران او افغانستان ترمنځ تعاملات باید د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا پراخ شي او دا چاره کولای شي چې په بېلابېلو موضوعاتو کې د لا ډېرو اړیکو زمینه برابره کړي.
هغه ویلي چې د ایران او افغانستان فرهنګي، دیني او جغرافیوي مشترکاتو ته په کتو له دغه هېواد سره د اړیکو پراخول د اهمیت وړ دي.
مرحمتي زیاته کړې چې د دوغارون بندر له افغانستان سره د ایران اقتصادي دروازه ده او په کال کې د ایران او افغانستان سوداګري څلورو میلیارد ډالرو ته رسېږي.
نوموړي ویلي: «د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي مناسباتو لپاره باید له ټولو لازمو ظرفیتونو استفاده وشي چې دا د اوږدمهال لپاره د دې سیمې پرمختګ او ښېرازي له ځان سره لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اونۍ د جمعې په ورځ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي هم ویلي وو، د افغانستان اقتصاد چې څومره ښه کېږي، پایلې یې د سیمې پر هېوادونو مثبته اغېزه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP