کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې څلورو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې، د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچينې لیکلي، ابتدائيه محکمې یاد مجرمين په ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو چې ياد حکم د سترې محکمې عالي مقام له تایيد وروسته تطبيق شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP