کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت مرستیال د کرنې پرمختیا او بېوزلۍ کمولو نړۍواله ناسته کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې د ودې او بېوزلۍ کمولو په اړه یوې نړۍوالې ناسته کې د ګډون په موخه چین ته سفر کړی دی.
سرچینې لیکلي، دا ناسته چې د بېوزلۍ کمولو او د کرنې د ودې په موخه په بیجینګ ښار کې ترسره کېږي، د یو شمېر هېوادونو د کرنې برخې ۳۰۰ مسوولین ګډون پهکې کوي.
سرچینې زیاته کړې، دغه ناسته د بېوزلۍ کمولو او نړۍ کې له ۸۰۰ میلیون کسانو سره چې له بېوزلۍ سره مبارزه کې دي، د مرستې په موخه جوړېږي.
ټاکل شوې چې په دې ناسته کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال په افغانستان کې د کرنې وضعیت او فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن