Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست ملکي روغتون کې د بېړنۍ پاملرنې څانګه جوړېږي

خوست‌ښار (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وایي، د خوست ولایت په ملکي روغتون کې د نږدې ۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بېړنۍ پاملرنې څانګه (ای‌سي‌یو) جوړېږي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاکټر عبدالولي حقاني نن په خوست ولایت کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه څانګه به لس بستره ولري، د اکسيجن پرمختللي سيستم سربېره به په نورو اړينو طبي وسايلو سمبال وي.

ده وویل، د دې څانګې جوړېدل د لوړې کچې روغتيايي خدمتونو په لور يو ستر پرمختګ دی او هيله لري چې د جدي او ځانګړو ناروغانو د پاملرنې په برخه کې به موثر تمام شي.

هغه دغه‌راز وویل، د خوست ملکي روغتون چې دا مهال ۱۵۰ بستره لري، په نږدې راتلونکي کې به ۵۰۰ بسترو ته لوړ شي.

د هغه په خبره، د عامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې د خوست په هره ولسوالۍ کې ۳۰ بستريز روغتون جوړ کړي، چې دې سره به په ولايتي روغتون کې د ناروغانو اوسنۍ بېروبار کم شي او درمنله به يې سمه ترسره شي.

د خوست ولایت د ملکي روغتون يو ډاکټر عارف تڼی وايي چې لا هم د دغه ولايت په لرې پرتو سيمو کې ډېری خلک روغتيايي خدمتونو ته هغه ډول چې لازمه ده، لاس‌رسۍ نه لري.

هغه وايي: «په هر حکومت کې د خوست خلکو دا غږ کړی چې موږ ته بايد شفاخانې جوړې شي، زموږ نفوس له دوه نيم ميليونو هم اوړي، کوم امکانات چې موږ ته راکوي ډېر کم دي، حتی د سلو زرو کسانو هم نه کېږي، غوښتنه مو دا ده چې زموږ غږ بايد واوريدل شي.»

د يادونې ده چې دا مهال د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې خوست ولايت کې د ملکي روغتون په ګډون د دغه ولایت په بېلابېلو ولسواليو او مرکز کې ۴۲ روغتيايي مرکزونه فعال دي او روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.