ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په هوايي ډګر کې د لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې

د کندهار په هوايي ډګر کې د لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې

author avatar
30 Oct 2024 - 21:21
د کندهار په هوايي ډګر کې د لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې
author avatar
30 Oct 2024 - 21:21

کندهار (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د کندهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست وایي، د احمدشاه بابا هوایي ډګر کې د ۱۲۶ قلمه لرغونو سِکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د کندهار د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند پژواک خبري اژانس ته وویل، په نیول شویو تاریخي اثارو کې ۱۲۶ قلمه لرغوني سِکې اويو تبر شامل دی.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې لرغوني اثار د ځینو افغانانو او بهرنیانو له لورې بهر ته قاچاق کېدل.

ده وویل، نیول شوي لرغوني سِکې د بېلا بېلو تاريخي دورو اړوند دي چې وروسته به د کندهار موزیم ته وسپارل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.