Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلوچستان کې چاودنې پنځه کسان وژلي ‎

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د راپورونو پر بنسټ، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د یوې چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه نن (جمعه) سهار شوې ده.

په راپور کې راغلي چې په وژل شوو کې درې ماشومان او یو پولیس هم شامل دي.

په همدې حال کې، په مستونګ سیمه کې د پولیسو یوه افسر میانداد عمراني ویلي: «په دې چاودنه کې د یوه پولیس او درېيو زده‌کوونکو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.»

هغه زياته ویلي چې په دې پېښه کې د څلورو پوليسو په ګډون ١٢ نور کسان ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، چاودنه د مدني په نوم روغتون او د نجونو یوه ښوونځي ته څېرمه پر چوک د پوليسو موټر ته نږدې شوې ده.

هغه څرګنده کړې چې چاودېدونکي توکي پر يوه موټرسايکل ځاى پر ځاى شوي وو او له لرې د ريموټ په وسیله کنټرولېدل.

د هغه په ​​خبره، وژل شوي ماشومان د پنځو او لسو کلونو ترمنځ وو او ټپيان مدني روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د پېښې له ځایه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې پولیس او نور خلک د پولیسو له سوځېدلي موټر سره راټول دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.