کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزیر ويلي، د مسکو او تهران ترمنځ د هر اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون به په نږدې راتلونکي کې نهايي شي.
د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه څرګندونې پرون (پنجشنبه) په مینسک کې د اروپا د امنیت دویم نړۍوال کنفرانس په عمومي غونډه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «په نږدې راتلونکي کې د روسیې او ایران ترمنځ د هر اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو د تړون لاسلیک به د روسیې او ایران اړیکې د پام وړ پیاوړې کړي؛ لکه څنګه مې چې وویل، دغه تړون به په نږدې راتلونکي کې لاسلیک کولو ته چمتو شي.»
د هغه په وينا، دغه تړون به په دفاعي برخه او په سيمهييزه او نړۍواله کچه د سولې او امنيت په تړاو د دواړو لورو ګډې همکارۍ پیاوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بریکس غونډې په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدنه کې ویلي وو چې دغه تړون به ژر لاسلیک شي.
څه موده مخکې په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي هم ویلي وو چې دغه سند به روسیې ته د پزشکیان د جلا سفر په ترڅ کې لاسلیک شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP