Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار خوږياڼو کې یو تعویذګر وژل شوی

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت خوږياڼو ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو تعویذګر وژلی دی.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد نن (د لړم ۱۲مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند پیره‌خېلو سیمه کې یو کس چې خلکو ته به یې دم، دعا او تعویذونه کول، نامعلومو کسانو حلال کړی دی.

دی وايي، پولیس د پېښې ځای ته ورغلي، پېښه یې بررسي کړې او هڅه کوي چې مجرمین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

نوموړی زیاتوي چې د پېښې علت تر اوسه معلوم نه دی خو پولیسو يې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ اړوند شیخ مصري کمپ سیمه کې د دوو ورونو تر منځ شخړه رامنځته شوې او یوه ورور یې بل د چاقو په وسیله وژلی دی.

حماد وايي، قاتل له سیمې تښتېدلی خو امنیتي منسوبینو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.