Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالیې وزارت: تېره اونۍ د هېواد له ګمرکونو څخه ۱۲۸ ټانکره بې‌کیفیته تېل مسترد شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وایي چې تېره اونۍ د فراه، نیمروز او بلخ ولایت له ګمرکونو څخه ۱۲۸ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځول شوي دي.

د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه وزارت اړوند د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست چې د ټاکل شوو معیارونو له مخې هېواد ته د وارېدونکو نفتي توکو کیفیت معلوموي، تېره اونۍ یې د فراه د ابونصر فراهي، د نیمروز ولایت او د بلخ په حیرتان ګمرکونو کې ۱۲۸ ټانکره وارېدونکي بې‌کیفیته تېل مسترد کړي دي.

مالیې وزارت زیاته کړې، په دغو تېلو کې ۹۵ ټانکره د فراه، ۳۱ ټانکره د نیمروز او ۳ ټانکره بیا د بلخ له ګمرک څخه بېرته ګرځول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د مالیې وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست د ټاکل شوو معتبرو معیارونو له مخې، هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو واردولو ته زمینه برابروي او د بې‌کیفیته نفتي توکو له واردولو څخه په کلکه مخنیوی کوي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر ګمرکونو کې د بې‌کیفیته تېلو ټانکرونه بېرته واردېدونکي هېوادونو ته ګرځول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.