غزنيښار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۳): غزني ښار کې د «کتاب واخلئ او کتاب پرېږدئ» تر سرلیک لاندې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس ملا حميدالله نثار وويل، دغه نندارتون د کتاب لوستلو فرهنګ ته د ودې ورکولو او کتاب لوستلو ته د ځوانانو هڅولو په موخه جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه: «د کتابونو دغه دوه ورځنی نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د البيروني عامه کتابتون په نوښت، د تخنيکي پوهنتون په انګړ کې پرانيستل شوی چې زرګونه ټوکه کتابونه په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.»
دغه راز، د غزني تخنيکي پوهنتون ریيس پوهنمل فدامحمد محمدي بیا وویل، په دغه نندراتون کې څلور زره ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه زیاته کړه، کومو کسانو چې پخوا کوم کتابونه لوستلي، کولای شي په دغه نندارتون کې یې د خپلې خوښې له کتابونو سره تبادله کړي.
دغه راز یوه فرهنګپال نقیب خانخېل پژواک اژانس ته وویل، له نېکه مرغه نن په غزني کې د کتابونو نندارتون جوړ شوی چې ورسره به د کتاب لوستلو دود وده وکړي.
هغه وویل: «همدا کتابونه دي چې نړۍوال یې تر اسمانه رسولي، که د کتابونو په رڼا کې ژوند تنظیم شي، انسانان تر هسکو رسېږي.»
د يادونې ده، په دغه نندارتون کې د فرهنګ، ادب، ټولنې، سياست، پوهنې او اقتصاد برخو کې بېلابېل عنوانونه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن