خوست ښار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۳): د خوست امنيه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي چې په تړاو یې شپږ کسان هم نیول شوي دي.
د خوست امنيې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسلې او مهمات له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دغه وسلو کې پنځه ميله کلاشينکوف، يو ميل راکټ، يو ميل پيکا، زرګونه فايره د کلاشينکوف مرمۍ، يو اندازه د دهشکې او پيکا مرمۍ، مخابرې، لاسي بمونه او نور بېلابېل مهمات شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، د يادو وسلو او مهماتو په تور امنيتي ځواکونو شپږ کسان نيولي چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، څه موده مخکې هم د دغه ولايت امنيتي ځواکونو بېلابېلې سپکې او درنې وسلې، زرګونه فايره بېلابېل ډوله مرمې او ګڼ شمېر نور نظامي توکي نيولي وو.
ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع هم په خوست کې د یادو وسلو او کسانو د نیولو موضوع تایید کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP