پلخمري (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۳): بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر بېکوره شوي خلک وايي، د حکومت او مرستندویه ادارو له لوري ورسره د کورونو جوړولو ژمنې شوې خو لا هم نه دي عملي شوې، بلخوا مسوولین وايي، لسګونه کورونه جوړ شوي دي.
شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د سختو ورښتونو له امله د بغلان په یو شمېر ولسوالیو کې سېلابونه راغلل چې لسګونه کسان پهکې مړه او زرګونه نور پهکې بېکوره شول.
اوس دغه په ولایت کې سېلابځپلې کورنۍ شکایت کوي چې د سرپناه جوړولو برخه کې ورسره د حکومت او بېلابېلو مرستندویه ادارو له لور د مرستو ژمنې شوې وې چې لا هم نه دي پوره شوې.
د بورکې ولسوالۍ د سېلابځپلي کلي فلول اوسېدونکی عبدالاول دقیق وايي، په لومړیو ورځو کې ورسره په منظم ډول د خوراکي توکو او نورې نغدي مرستې وشوې خو اوس یې څوک پوښتنه نهکوي.
د یاد کلي یو بل اوسېدونکی برکتالله سلیماني وایي، د فلول کلي له ټولو بېکوره شوو کورنیو سره د کورونو جوړولو ژمنه شوې وه چې لا هم یوازې ژمنه پاتې ده.
دی وایي، د حکومتي مسوولینو له لوري ورسره د ټولو ۳۳۲ کورونو جوړولو ژمنه شوې وه چې د ځايي اوسېدونکو له لوري ورته ۱۰۵ جریبه ځمکه هم ځانګړې شوې ده چې په خبره یې، اوس پهکې یوازې د څو محدود شمېر کورونو جوړولو چارې پیل شوې چې بسنه نهکوي.
دغه راز، د دوشي ولسوالۍ د دهنلرخاب سیمې اوسېدونکی ضابط خان وايي، په دې ولسوالي کې تر اوسه یوې کورنۍ ته هم کور نه دی جوړ شوی او نه هم له چا سره د کور جوړولو لپاره مرسته شوې ده.
هغه وایي، له سېلابونو وروسته د مرستو د وېش پر مهال د کورونو جوړولو ژمنې هم ورسره کېدې خو له هغه وروسته یې بیا چا پوښتنه نه ده کړې.
بل لور ته بیا د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي چې همدا تېره اونۍ د بورکۍ ولسوالۍ فلول سیمې ته تللی و وايي، هلته یې د خلکو ستونزې له نږدې لیدلې چې باید رسېدنه ورته وشي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، ولایتي ادارې له چا سره د کورونو جوړولو ژمنه نهده کړې، بلکې ځمکه یې ورته چمتو کړې او د کورونو جوړولو لپاره یې د اسلامي امارت مشرتابه ته هم یوه طرحه وړاندې کړې ده.
د هغه په خبره، هلته تر اوسه یوازې د یوه خیریه بنسټ له لوري ۵۴ کورونه جوړ شوي او د پاتې کورونو جوړولو لپاره یې هم ځمکه چمتو کړې چې تر اوسه ورباندې څوک د کور جوړولو ته نه دي حاضر شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP