کابل (پژواک ۱۳لړم ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې څلور زره معلولینو او د شهیدانو ورثهوو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
یادې ادارې نن (د لړم ۱۳مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د شهیدانو او معلولینو وزارت د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز د روان کال له پیله تر اوسه څلور زره او ۱۱۰ معلولینو او د شهیدنو وارثینو ته تذکرې وېشلې دي.
سرچینې د شهیدانو او معلولینو وزارت د تذکرو د وېش مرکز د انسجام مدیر ذبیحالله عظیمي له قوله لیکلي، هره ورځ شاوخوا ۷۰ متقاضیان د الکترونیکي تذکرې ترلاسه کولو لپاره دغه مرکز ته مراجعه کوي.
اعلامیه کې راغلي، معلولینو او د شهیدانو ورثه وو ته د برېښنايي تذکرو د وېش یاد مرکز په دغه وزارت کې رامنځته شوی او د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو لپاره یې د متقاضیانو لپاره د تذکرې اخیستو فورم ډکولو یوه ځانګړې شعبه هم جوړه کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن