Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د مڼو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال وايي، د پلور لپاره یې بازار نشته

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۳): د غزني یو شمېر بڼوال وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ښه دي خو د هغو د پلور لپاره بازار نه لري.

هغوی له حکومتي مسوولینو د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې د کرنیزو حاصلاتو ساتنې په موخه دې سړې خونې ورته جوړې شي.

بل لور ته، حکومتي مسوولین وايي، دوی هڅه کوي چې د کروندګرو ټولو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر بازار پیدا کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د مرکز ازاد کلا یوه بڼوال سلطان پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال یې بڼ د تېرو کلونو په پرتله ډېرې مڼې کړې دي.

نوموړي وویل، تېر کال یو من جاپانۍ، سوپرګلډن، ریچیپ او رېډي مڼې تر ۲۰۰ افغانیو پورې پلورل کېدې خو سږ کال له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پورته نه پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه: «اوس د مڼو راټولولو وخت دی خو اخیستونکي یې لږ دي، مجبور يو خپل حاصلات د دې لپاره په ټيټه بيه وپلورو چې مڼې خرابې نه شي.»

دغه راز، یو بل بڼوال الله‌محمد پژواک ته وویل، د مارکېټ او سړو خونو نشتوالي له امله مېوې په کمه موده کې په لږه بیه پلوري.

هغه زیاته کړه: «کله چې سړې خونې وي، مېوې ساتل کېدای شي او د بازار له غوښتنې سره سم به راوړل کېږي، موږ به بیا نه زیانمنېږو.»

د غزني یو شمېر نورو بڼوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته یې خپلو محصولاتو ته د مناسب بازار او سړو خونو جوړېدو غوښتنه وکړه.

بلخوا، حکومتي مسوولین د بڼوالو د یادو اندېښنو په تايید وایي، په هڅه کې دي چې دولتي بنسټونه، ملي سوداګر او نړۍوالې موسسې وهڅوي څو د بڼوالو او بزګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند قاري ذکریا هوتک پژواک ته وویل، د غزني ډېرې مېوې په یوه فصل کې رسېږي؛ ځکه یې مارکېټ سوړ وي او خریدار هم ورته په مشکله پیدا کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په پلان کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې پنځه زره ټنه مڼې د ولایتي ادارې او سوداګرۍ خونې په همکارۍ په منظمه توګه د دوو خصوصي شرکتونو له لوري پاکستان او هند ته انتقال شي.

د نوموړي په خبره: «تر اوسه شپږ سوه ټنه مارلینګ او لبنانۍ مڼې پاکستان او هند ته صادر شوې او یو څه نورې به هم ولېږدول شي.»

خو د غزني سوداګرۍ خونې رییس عبدالمتین قلندري بیا پژواک ته وویل، په دې وروستیو کې پاکستان او هند ته د بولدک له لارې د مڼو صادرات ډېر کم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «په بندرونو کې ستونزې دي، مېوې په اسانه نه صادریږي خو که سړې خونې موجودې وي، مېوې ساتل کېږي او د بازار له غوښتنې سره سم به عرضه کېږي چې بیا بڼوال نه زیانمنېږي، اوس خو یوازې سوداګر یو څه ګټه کوي خو بڼوالو ته څه نه رسېږي.»

د حکومتي مسوولینو معلوماتو له مخې، د مڼو باغونه د غزني د مرکز په ګډون د دغه ولایت په خواجه عمري، اب‌بند، ناوه، خوږیاڼي، واغظ، ده‌یک، اندړ، قره‌باغ، مقر، ګيلان، جاغوري، مالستان، زنخان او اجرستان ولسوالیو کې دي چې هر کال شاوخوا څلور سوه زره ټنه مڼې ترې ترلاسه کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.