ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د اقلیمي بدلونونو له امله د کرنې له درکه د دایکنډي د خلکو عواید تر ۷۰ سلنې کم شوي»

«د اقلیمي بدلونونو له امله د کرنې له درکه د دایکنډي د خلکو عواید تر ۷۰ سلنې کم شوي»

author avatar
4 Nov 2024 - 16:20
«د اقلیمي بدلونونو له امله د کرنې له درکه د دایکنډي د خلکو عواید تر ۷۰ سلنې کم شوي»
author avatar
4 Nov 2024 - 16:20

نیلي (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): په دایکنډي کې یو شمېر کروندګر پر کرنه د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېز ته اندېښمن دي، بلخوا، دغه ولایت کې مسوولین هم وايي چې د وچکالۍ له امله د کرنې له درکه د خلکو په عوایدو کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه پورې کموالی راغلی دی.

دایکنډي د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو دی چې د مسوولینو په وینا، څه باندې ۹۰ سلنه اوسېدونکي یې خپل کورني لګښتونه د کرنې له لارې ترلاسه کوي.

د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې یوه بزګر ضامن‌علي پژواک خبري اژنس ته وویل چې وچکالیو کرنې ته – چې د دوی تر ټولو مهمه عایداتي سرچینه ده – سخت زیان اړولی دی.

هغه زیاته کړه چې په وروستیو څو کلونو کې د وچکالیو او طبیعي افاتو له امله د کرنیزو توکو او مېوه‌لرونکو ونو حاصلاتو ډېره برخه له منځه تللي دي.

ضامن‌علي وویل: «کښت او کرنه له منځه تللي، ونې کمې شوې، وچې شوې، یوه اندازه چې شته بار نه نیسي، دا ټول د وچکالیو اغېز دی، که وضعیت همدا ډول دوام ولري، تر راتلونکو څو کلونو کرنه ټوله له منځه ځي.»

ضامن‌علي چې د ژوند څه باندې ۴۰ کاله یې بزګري کړې، وايي، دوی به پخوا د کور ټول او ان بیروني لګښتونه د کرنې له لارې پوره کول، خو اوس اقلیمي بدلونونه په ټولنه کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو لامل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «کله چې واوره، باران او برکت وو، له همدې خپلې ځمکې به مو په کال کې ۳۰۰ منه غنم اخیستل، نږدې ۱۰۰ منه بادام مو خرڅول، نور واښه خو یې لا پرېږده، خو سږ کال مو اته منه غنم حاصل ترلاسه کړ او بادام مې له دوو – درېیو منو ډېر نه شول.»

دغه راز، دایکنډي کې بزګران وايي چې حکومت له وچکالۍ سره د مبارزې برخه کې کومه مرسته نه ده ورسره کړې او خلک هم د بې‌وزلۍ له امله نه دي توانېدلي څو دې برخه کې کومه تګ‌لاره عملي کړي.

په همدې حال کې، د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکی عارف حسیني وايي چې اقلیمي بدلونونه او پر چاپېریال یې منفي اغېز یوه د اندېښنې وړ موضوع ده.

هغه زیاته کړه چې د وچکالیو له امله د خلکو عواید تر ۷۰ سلنې کم شوي دي.

نوموړي وویل: «مخکې په شهرستان ولسوالۍ کې اوبه ښې ډېرې وې، خلک پر خپلو ځمکو لګیا وو، اوس اوبه نشته، خلکو کرنه پرېښې ده، ځینې کډه شوي، ایران او پاکستان ته تللي؛ ځکه نور دلته د ژوند کولو ځای نه و ورته پاتې.»

حسیني وویل چې د اوبو د مهار کولو لپاره د زېرمو جوړولو برخه کې د حکومت او خلکو له لوري کوم کار نه دی شوی.

هغه څرګنده کړه چې وچکالۍ، بې‌وخته بارانونه، سېلابونه او ساړه پر کرنې او کښت منفي اغېز کړی چې له امله یې د دایکنډي د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب شوی دی.

د دایکنډي په مرکز کې د سلطان په نوم یو بل بزګر وایي، د پرله‌پسې وچکالیو له امله یې مېوه‌لرونکې ونې وچې شوې دي، مرض وهلي او زیانمنې شوې او دغه‌راز، حاصلات یې د تېر کال په پرتله کم شوې دي.

د هغه په خبره، د کرنیزو محصولاتو په کمېدو سره یې په بازار کې بیې هم ټیټې شوې او برعکس د خوراکي توکو او نورو شیانو بیې لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «شاخوا ۴۰ کاله کېږي چې بزګري کوم، نور د عاید هیڅ سرچینه نه‌لرم. په دې څو کاله وچکالیو کې ټول بزګران زیانمن شوي دي.»

سره له دې، د دایکنډي بزګران له حکومته غواړي چې د اوبو د بندونو جوړولو او څاګانو کېندلو برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

ورته مهال، د دایکنډي د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې د اقلیمي بدلونونو له امله د اوښتو زیانونو کچه ډېره لوړه ده.

د دایکنډي د چاپېریال ساتنې ریاست د عامه پوهاوي د اطلاعاتو مدیر عارف مژده وايي، د دې ادارې د سروې او څېړنو له مخې، د وچکالیو له امله له کښت او کرنې څخه د خلکو لاس ته راتلونکی عاید ۶۰ تر ۷۰ سلنه کم شوی دی.

هغه زیاته کړه: «دایکنډي کې اقلیمي بدلونونه تر دې حده اندېښمنوونکي دي چې اټکل کوي تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به مرکزي سیمې له خلکو څخه خالي شي او د کښت او کرنې او عایداتي سرچینو نشتون له امله به خلک کډوالۍ ته اړ شي، له دې امله وضعیت ډېر اندېښمنوونکی او په سره کرښه کې واقع دی.»

هغه د دایکنډي چاپېریال د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې زیانمنوونکی بولي او وايي، وروستیو کلونو کې د وچکالۍ ترڅنګ د سېلابونو راوتلو، بې وخته بارانونو او سړو له امله د دغه ولایت چاپېریال ډېر زیانمن شوی دی.

د هغه په باور، اقلیمي بدلونونه د دې لامل کېږي چې ورښتونه کم او بې وخته شي.

د دایکنډي د چاپېریال ساتنې ریاست د عامه پوهاوي د اطلاعاتو مدیر له اقلیمي بدلونونو او هغه د ویجاړوونکو زیانونو سره د مبارزې یوازېنۍ کړنلاره د اوبو د مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا، د طبیعي سرچینو پیاوړتیا او د کرنې د مکانیزه کولو پروژو پلي کول ګڼي.

هغه زیاتوي، د چاپېریال ساتنې اداره یوه پالیسي جوړوونکې اداره ده او اقلیمي له بدلونونو سره د مبارزې لپاره کوم کار نه دی شوی خو د دغه ډول پروژو د پلي کېدو برخه کې موسسې هڅوي.

ورته مهال، د دایکنډي ولایت د کرنې په ریاست کې مسوولین تاییدوي چې د دغه ولایت د بزګرانو کرنیز محصولات له ۶۰ تر ۷۰ سلنې کم شوې دي.

د دایکنډي ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر وایي، د وروستیو څو کلونو وچکالۍ د دغه ولایت خلکو ته ډېر زیان رسولی دی.

هغه زیاته کړه، د کرنیزو محصولاتو د کمښت او له منځه تللو ترڅنګ د مېوو کیفیت هم خراب شوی دی.

هغه زیاته کړه، له وچکالیو سره د مبارزې لپاره د کرنې ریاست په بېلابېلو ولسوالیو کې د موسسو په مرسته د ۱۸۲ کانالونو، ۸۹ چک‌ډیمونو او د اوبو د زېرمه کولو حوضونو د جوړولو په ګډون ۱۴ پروژې پلي کړې دي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.