Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې له سلګونه زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو مرسته وشوه

بلخ کې له سلګونه زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو مرسته وشوه

author avatar
4 Nov 2024 - 11:37
بلخ کې له سلګونه زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو مرسته وشوه
author avatar
4 Nov 2024 - 11:37

مزارشریف (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په همکارۍ دغه ولایت کې له ۱۴۵۰ زندانیانو سره د روغتیایي کېټونه مرسته وشوه.

د بلخ زندان رییس عبدالرحمن همت تېره ورځ ناوخته د یادو کطټونو د وېش پر مهال وویل چې دغه کېټونه د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د بلخ ولایت ۱۴۵۰ زندانیانو ته ووېشل شول.

هغه زیاتوي چې په دغو کېټونو، صابون، سطل، کولر، د غاښونو کریم، برس، شامپو، د اشپزخانې وسایل او نور توکي شامل دي چې د بندیانو د شپږو میاشتو اړتیاوې پوره کوي.

همت دغه راز زیاتوي چې اسلامي امارت زندانیانو ته ځانګړې پاملرنه لري او د مېلمنو په څېر ورسره چلند کوي چې په ورځني توګه شپږ ساعته دوی ته دیني او عصري علوم هم ور زده کوي.

هغه وایي چې بلخ کې روان کال پر ۵۰ جریبه ځمکه یو معیاري محبس جوړېږي چې لومړنۍ چارې یې پیل شوي او پاتې د شاوخوا ۲۰ بلاکونو، برجونو او دېوالونو چارې به یې هم ډېر ژر پیل شي.

بلخوا، د مزارشریف اوسېدونکي بیا له حکومته غوښتنه کوي چې دغه زندان دې له ښاره لرې جوړ شي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی احمدالله وایي چې دا مهال د مزارشریف محبس د ښار زړه کې دی چې له امنیتي اړخه معیاري نه دی او ښایي خلکو ته ترې ستونزې جوړې شي.

نوموړی غوښتنه کوي چې جوړېدونکی محبس دې له ښار څخه په لرې واټن کې جوړ شي.

د نجیب‌الله په نوم د دغه ښار بل اوسېدونکی هم وایي چې ډېرو هېوادونو کې محبسونه د ښار له مرکزه لرې دي، نو د بلخ محبس دې هم له ښاره لرې یوې ګوښه سیمې ته ولېږدول شي.

Views: 13

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.