Language

ستانکزي د چین له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): په کابل کې د چین سفیر وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

کابل کې د چین سفیر جاو شینګ نن (دوشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي: «زه ویاړم چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت معین شیرمحمد عباس ستانکزي سره مې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم میاشتې په څلورمه نېټه هم کابل کې د چین سفیر د ریاست‌الوزراء سیاسي معاون مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي وو، هېواد یې غواړي چې له افغانستان سره د تاجکستان له لارې یو نوی اقتصادي دهلیز رامنځته کړي.