Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه کې پر وخت د اطلاعاتو پر شریکولو ټينګار وشو

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د ا.ا ویاند د دفتر له لوري د وزارتونو او خپلواکو ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ په جوړه شوې غونډه کې د ریاست‌الوزرا د دفتر رئیس ویلي، ویاندویان دې د رسنیو له لارې له خلکو سره معلومات شریک کړي څو د «غلطو تبلیغاتو» مخنیوی وشي.

‎ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د اسلامي امارت د ویاند دفتر له لوري د وزارتونو او خپلواکو ادارو له ویندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

 د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت په دغه غونډه کې ویلي، ویاندویان د اسلامي امارت له کړنو او لاسته‌راوړنو څخه د هېوادوالو د خبرولو مهمه دنده ترسره کوي.

سرچينې لیکلي، فطرت د اسلامي امارت د مشرتابه  فرمان ته په اشارې، د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو د ویندویانو ترمنځ پر لاښې همغږۍ، همکارۍ او پر وخت د معلوماتو شریکولو ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي، ‎د چارو د لاښه والي لپاره به د ویاند دفتر د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو له ویندویانو سره وخت پر وخت د همغږۍ غونډې او همدارنګه به د حکومت د رسنیو مرکز د ویندویانو د ظرفیتونو لوړونې په موخه روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

مجاهد ویاندویانو ته په خطاب کې ویلي: «له اسلامي امارت سره د کړې ژمنې د پرځای کېدو ترڅنګ خپله مسلکي پوهه لا زیاته او خپلې درسپارل شوې چارې په ښه توګه ترسره کړئ څو هېوادوال د رسنیو له لارې د اسلامي امارت د کړنو او لاسته‌راوړنو په اړه معلومات پر وخت ترلاسه کړي.»

د ریاست‌الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع هم ویلي، ویندویان به یوازې د خپلو اړوندو ادارو په اړه له رسنیو سره معلومات شریکوي او خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ به لا زیاتوي.

ده ویلي، ویندویان دې د رسنیو له لارې له خلکو سره د معلوماتو په شریکولو سره عامه اذهان جوړ او عامه پوهاوی وکړي څو د دښمن غلطو تبلیغاتو ته زمینه برابره نه شي.

احمد صهیب حسرت

منصف

روح

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.