ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

بغلان کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

author avatar
6 Nov 2024 - 17:32
بغلان کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
author avatar
6 Nov 2024 - 17:32

پلخمري (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د ۲۰ ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې ۲۲ ورځې مخکې پیل شوې وې، د «تمدن شمال» خصوصي لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د ورزش څانګې مسوول نجیب‌الله اسحق‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کلنۍ سیالۍ د شلو ښوونځیو ترمنځ پیل شوې وې، ۲۲ ورځې یې دوام وکړ او ۲۰۰ لوبغاړو په کې برخه اخیستې وه.

دی وایي، د یادو سیالیو پای‌لوبه نن د عمرفاروق او تمدن شمال لېسې ترمنځ ترسره شوه، د تمدن شمال خصوصي لېسې لوبډلې د اتو ګولونو په ترلاسه کولو د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

 د تمدن شمال لېسې د ټيم یو لوبغاړی قیس محمد وایي، زده‌کړې او ورزش دواړه یې خوښ دي، هڅه کوي په دواړو کې ښې لاسته راوړنې ولري .

ده له مسوولینو وغوښتل چې ځوانانو ته د ورزش کولو لا ښه فرصت برابر کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.