Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو چارو وزارت له درېیو موسسو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له درېیو موسسو سره یې د څه باندې ۶۳۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد هوکړه‌لیکونه د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو استازو ترمنځ لاسلیک شول.

سرچینې زیاته کړې، دغه هوکړه‌لیکونه له «بشري خیریه»، «تحقیقات علمي و انکشاف جامعه» او اکتید موسسو سره لاسلیک شوي او ارزښت یې ۶۳۸ زره او ۵۶ امریکایي ډالر دی.

سرچینه زیاتوي، د یادو هوکړه‌لیکونو له مخې به د بشري خیریه موسسه ۴۷۶ زره او ۶۸۵ ډالره په کندهار ولایت کې ۸۰۲ بېرته راستنو شوو کورنیو لپاره د سرپناوو په جوړولو لګوي او د اکتید موسسه به ۹۹ زره او ۸۴۹ امریکايي ډالر په بلخ ولایت کې د ۱۰۰ تنو لپاره د قالینو پروسس برخه کې د زمینې په برابرولو کې لګوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د «تحقیقات علمي و انکشاف جامعه» موسسه به په بغلان ولایت کې ۲۷۳۲۰ امریکايي ډالر د خوراکي توکو په وېش او د مشورو برخه کې لګوي چې ۶۱۵ تنه راستانه شوي به ترې ګټه واخلي.

د کډوالو چارو وزارت د تېرې تلې میاشتې په ۱۹مه هم له یوې موسسې سره د څه باندې ۱۳۳ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د هوکړه‌لیک له لاسلیکولو خبر ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.