Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې زرګونه نظامي وسایط ترمیم شوي

مزارشریف (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت مسوولین وایي، د شمال زون ۲۰۹ الفتح قول‌اردو انجنيرانو په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۷۳۰۹ بېلابېل نظامي وسايط ترمیم او فعال کړي دي.

د الفتح قول‌اردو رییس ارکان نقیب‌الله عزیزي وایي، دغه نظامي تجهيزات د دې قول‌اردو د مسلکي انجنيرانو پر مټ او هڅو په اساسي توګه ترمیم شوي او د استفادې وړ دي.

عزیزي دغه راز زیاتوي چې د دوی تخنیکي پرسونل د تېرو درېیو کلونو په موده کې ۷۳۰۹ بېلابېل ډوله نظامي وسایط ترمیم او بېرته فعال کړي دي.

د عزیزي په وینا، ترمیم شوو وسایطو کې ۵۰۴۷ رینجر، ۷۳۰ هاموې ټانکونه، ۴۷۹ انټرنېشنل، ۲۱ ضربتي ټانکونه، د ساختماني چارو ۲۵۴ بېلابېل ډول وسایط، ۳۳ څلورټایره موټرسایکلونه او ۷۴۵ نور موټر ترمیم او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د تخنیک عمومي رییس علاوالدین اغا چې تېره ورځ یې د ۲۰۹ الفتح قول‌اردو له تخنیکي ورکشاپه لیدنه کړې ویلي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۰ سلنه نظامي وسایط ترمیم او استفادې ته چمتو شوي دي.

هغه زیاتوي: «الحمدالله په ټولو قول‌اردوګانو، لواګانو او قطعاتو کې د ترمیم کار روان دی، مخکې چې تکیه پر بهرنیانو وه، اوس هغه تکیه ختمه شوې او ټول ورکشاپونه افغان انجنیران چلوي.»

د نوموړي په وینا، په یاده موده کې شاوخوا ۹۰ نظامي الوتکې هم ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې دي.

په همدې حال کې، د یادې قول‌اردو ورکشاپ کې د محمدحامد په نوم یو انجنیر وایي، دغه ورکشاپ شاوخوا ۷۰ انجنیران لري او هر ډول نظامي وسایط او وسلې ترمیمولای شي.

د یادونې ده، له دې مخکې په کابل او څو نورو ولایتونو کې زرګونه تخریب شوي نظامي وسایط او وسلې ترمیم او بیا کارېدو ته چمتو شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.