Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک رییس د ایوفي سازمان ‌او اسلامي پراختیايي بانک په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د مرکزي بانک رییس نوراحمد اغا د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش د سازمان (ایوفي) او اسلامي پراختیايي بانک په ۱۹مه کلنۍ ناسته کې چې په بحرین کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه ناسته د روانې نومبر میاشتې په درېیمه او څلورمه جوړه شوې وه چې د اسلامي هېوادونو د مرکزي او سوداګریزو اسلامي بانکونو نږدې ۳۰۰ ستازو پکې ګډون کړی و.

نوراحمد اغا د دې ناستې د پیل په مراسمو کې د زکات، وقف، انفاق او صدقې د ورکړې د ښه تنظيم لپاره د بنسټونو پر رامنځته کولو ټينګار کړی او په ټولنه کې يې د بې‌وزلۍ په کمښت او د شتمنۍ په عادلانه وېش کې د دغو بنسټونو رول مهم بللی دی.

بلخوا، نوموړي دغه راز پر سودي بانک‌دارۍ د بندیز لګولو او د اسلامي بانک‌دارۍ د پراختیا او په افغانستان کې د بانکي نظام د ثبات په اړه هم ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د مرکزي بانک رییس له اسلامي پراختیایي بانک او نورو اړوندو بنسټونو د ظرفیت لوړنې، روزنیزو پروګرامونو، د زکات او وقف د ښه مدیریت، اسلامي بانک‌دارۍ ته د دودیزو بانکونو بدلولو او د یوه حلال، باثباته، شفاف او پیاوړي مالي او اقتصادي نظام د رامنځته کولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.