ګردېز (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د پکتيا د اقتصاد ريیس وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د شاوخوا لس میلیون امریکايي ډالرو په لګښت ۱۸۷ رغنیزې پروژې پلې کېږي.
دغه څرګندونې د پکتيا د اقتصاد ریيس مولوي انور راشد نن د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه: «سږ ۱۴۰۳ کال په پکتيا کې د نړۍوالو بنسټونو او مؤسساتو له خوا ۱۷۸ بېلابېلې پروژې پلې کېږي چې زياتې يې پراختيايي او ځيني يې بشري پروژې دي چې شاوخوا لس ميليون ډالره لګښت پرې کېږي؛ په دې پروژو کې زرګونو کاريګرو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.»
ده وویل چې د دغو پروژو ځینې یې بشپړې شوې او د نورو چارې روانې دي.
نوموړي دغه راز وويل چې د يادو پروژو چارو ښه ترسره کېدو لپاره يې د ولايت له مقام سره په همغږۍ يوه مسلکي کمېټه ګومارلې چې وخت پر وخت به یې څارنه کوي.
ورته مهال، د پکتيا اوسېدونکي هم د دغو پروژو پلې کېدو ته خوښ دي.
د ګردېز يوه اوسېدونکي حکيم خان پژواک ته وويل چې په دغو پروژو کې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او دوی ورته خوښ دي.
دغه راز، د ګردېز ښار يوه بل اوسېدونکي شکورجان هم پژواک ته وويل چې د يادو پروژو له پلې کېدو سره به په ښار او ولسواليو کې د خلکو ستونزې یو څه راکمې شي.
هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د لويو او بنيادي پروژو پلې کېدو لپاره زمينه برابره کړي.
د پکتیا حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، سږ کال به په دغه ولایت کې د حکومت له بودجې هم ۳۱ پروژې پلې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP