Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې یو شمېر غر‌ختونکي د علي‌باتور غره لوړې څوکې ته وختل

مزارشریف (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د غر‌ختونکو فدراسیون وایي چې د دغه فدراسیون نهه‌کسیزې ډلې وکولای شول د علي‌باتور غره تر ټولو لوړه څوکه فتح کړي.

د بلخ غر‌ختونکو فدراسیون سرپرست مومن سروري وویل چې د دغه فدراسیون نهه‌کسیزه ډله د سیاحت او غره‌ختنې فرهنګ دودولو په موخه د دغه ولایت د مارمل ولسوالۍ د علي‌باتور غره ۲۲۵۰ متره لوړې څوکې ته وختل.

نوموړي دغه یوه ورځنۍ غر‌ختنه طبیعي ګرځندوی او غر‌ختنې فرهنګ دودولو په موخه ترسره شوه.

بلخوا، د یادو غره‌ختونکو مشر رضا رضایي بیا د غره‌ختنې موخه دغه ورزش ته د نورو ځوانانو هڅول بولي او زیاتوي چې دا چاره کولای شي د غر‌ختنې ورزش ورسره وده وکړي.

علي‌باتور د بلخ د مارمل ولسوالۍ هغه غرونه دي چې د زرغونه ځنګلونه، بېلابېل مرغان او ان ځیني نایاب حیوانات لکه هوسۍ او نور لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.