کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګري وزارت وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د ۶۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.
دغه وزارت نن (شنبه، د لړم ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روان ميلادي کال په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان د شاوخوا ۴۴۷ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هند ته صادرات او افغانستان له هنده د ۲۰۳ میلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.
سرچینې لیکلي چې وچ انځر، انجه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام هغه توکې دي چې افغانستان هند ته صادر کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له هنده افغانستان ته وارد شوي توکي بوره، د صنعتي فابریکو خام توکي، البسه، بریاني نخود او نور دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP