Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد د ای‌ټي‌اېف تکواندو ورزشکارانو او جیټ‌کانډو کمېټې د ازبکستان سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د المپیک، بدني‌ روزنې او ورزش عمومي کمېټه وايي، د هېواد جیټ‌کانډو کمېټې او د ووشو په ملي فدراسیون کې د ای‌ټي‌اېف تکواندو ورزشکارانو د ازبکستان په سیالیو کې شپږ د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي کمېټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د «نړۍ اتلولۍ جام کپ» سیالۍ د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند په کوربه‌توبه پیل شوې چې افغان ورزشکار امیر علي‌زاده په ۵۹ کیلوګرامه وزن کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو دویم اتل شو او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.

د «نړۍ اتلولۍ جام کپ» په نوم د ای‌ټي‌اېف تکواندو سیالۍ د نړۍ له ۲۰ هېوادونو د ۲۰۰ ورزشکارانو په ګډون د یوې اونۍ لپاره د ازبکستان په تاشکند کې وشوې چې څلور افغان ورزشکارانو هم په‌کې ګډون کړی و.

د یادونې ده چې د نړۍ اتلولۍ جام کپ په سیالیو کې شمالۍ کوریا لومړی او روسیې دویم ومقام وګاټه.

په همدې حال کې، د افغانستان د ووشو په ملي فدراسیون کې د جیټ‌‌کانډو کمېټې ورزشکارانو هم د دې برخې په نړۍوالو سیالیو کې دوه د سرو او درې د سپینو زرو مډالونو ګټلي دي.

د جیټ‌کانډو نړۍوالو سیالۍ د ۱۳ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د یوې میاشتې لپاره د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې وشوې چې له افغانستانه پنځو ورزشکارانو او څلورو پلاوو په‌کې ګډون کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.