Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت په کوېټه کې نننۍ چاودنه وغندله

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان د مرکز کوېټې ښار د رېل‌ګاډي په یوه تمځای کې نننۍ چادونه وغندله.

د راپورونو له مخې، نن سهار د بلوچستان په مرکز کوېټه ښار کې د رېل‌ګاډي په یوه تمځای کې چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۲۱ کسان په کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان په کوټه ښار کې د رېل‌ګاډي په تمځای کې پر عامو وګړو وروستۍ چاودنه چې له امله یې ګڼ شمېر عامو وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي، غندي.»

بلخي زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او له هغوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، د الله متعال له درباره شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاءغوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.