Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې له لویو او وړو موټرو ۶۵۰۰ لایزري او غیرمعیاري څراغونه لرې شوي

مزارشریف (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له نقلیه وسایطو ۶۵۰۰ لایزري او غیرمعیاري څراغونه لرې کړي او دا لړۍ دوام لري.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمدعیسی وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې له لویو او وړو موټرو ۶۵۰۰ لایزري (ښکاري) څراغونه لرې کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې دغه څراغونه په یاده موده کې شپه مهال د مزارشریف ښار بېلابېلو سیمو کې د چک‌پاینټونو پر مهال لرې کړل شوي او دا لړۍ به په دومداره توګه روانه وي.

دغه راز، په بلخ کې یو شمېر معلولین د امنیې قوماندانۍ د دغه کمپاین هرکلی کوي.

بلخ کې د معلولینو شبکې غړی سیدمحمد یزدان‌پرست وایي، افغانستان کې د نابینایۍ څلورم لامل لایزري څراغونه ګڼل کېږي چې له امله یې په هېواد کې ګڼ شمېر خلکو خپل لید له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا، دغه سروې او څېړنه په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د روغتیا نړۍوال سازمان او د افغانستان عامې روغتیا وزارت په ګډه ترسره کړې وه او د نابینایۍ او کم‌بینۍ څلورم لامل لایزري څراغونه ښودل شوي وو.

یزدان‌پرست د بلخ ترافیکي مدیریت دغه هڅې ستایي او د دغه کمپاین د دوام غوښتنه کوي.

بلخوا د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي او موټر‌چلوونکي بیا په وسایطو کې د لایزري څراغونو کارول د ترافیکي پېښو رامنځته کېدو لامل هم بولي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکي محمدفرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل: «لوی او واړه موټر ان ریکشې او موټرسایکلونه پرته له دې چې اړتیا یې وي، ښکاري څراغونه لګوي چې له امله یې خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا شوې دي.

په مزارشریف کې د خیرالله په نوم یو موټرچلوونکی هم وایي چې په لویو لارې کې ډېری پېښې د ښکاري څراغونو له امله کېږي او په وینا یې، لایزري څراغونه د نورو موټرچلوونکو سترګې وړي او د پېښو رامنځته کېدو لامل کېږي.

هغه له مسوولینو وغوښتل چې د بلخ ترڅنګ دې په نورو ولایتونو کې هم دغه ډول کمپاین پیل او له وسایطو دې ښکاري څراغونه او غیرمعیاري هارنونه لرې کړي.

د یادونې ده، تېره ورځ هم‌مهاله د مزارشریف ښاروال د وسایطو پرزه‌پلورونکو ته خبرداری ورکړ څو د ښکاري څراغونو، سټېکرونو، غیرمعیاري هارنونو او سلنسرونو له پلورولو ډډه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.