Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې پر پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرې‌کولو لړۍ کې ۱۷ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي

ننګرهار کې پر پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرې‌کولو لړۍ کې ۱۷ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي

author avatar
12 Nov 2024 - 14:29
ننګرهار کې پر پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرې‌کولو لړۍ کې ۱۷ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي
author avatar
12 Nov 2024 - 14:29

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار برېښنا رياست مسوولین وايي، پر پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرې کولو دوه ورځني کمپاين کې توانېدلي چې ۱۷ ميليونه افغانۍ پورونه راټول کړي.

دغه رياست دوه ورځې مخکې د پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرې‌کولو لړۍ پيل کړې وه او په لومړۍ ورځ یې د سلګونو پوروړو مېترونو برېښنا پرې کړې وه.

د ننګرهار برېښنا رييس مولوي جان‌محمد انقلابي وايي، د جلال‌اباد برېښنا شبکې په څوارلس ګونو برجونو او د ښار په ټولو ساحو کې د پوروړو مېترونو د برېښنا پرې کولو او د برښنا بلونو له درکه د عوايدو راټولولو عمومي دوه ورځنی کمپاین ترسره کړ.

هغه زياته کړه، په ياد حشر کې چې د ننګرهار برېښنا ټولو کارکوونکو په‌کې برخه اخيستې وه، هغه زرګونه استوګنيز او سوداګريز مېترونه قطع لين شول چې د برېښنا بلونو له درکه پوروړي وو.

د برېښنا د رييس په وينا، د برېښنا د پرې کولو د دوه ورځني عمومي حشر په ترڅ کې د برېښنا بلونو څه باندې اوولس ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي.

هغه له ټولو پېرودونکو وغوښتل چې د برېښنا بلونو له درکه خپل پخواني پورونه ژر تر ژره تصفيه کړي او د ملي عوايدو په لوړولو کې ونډه واخلي.

بلخوا، يو شمېر ښاريان که څه هم د دې چارې له ترسره کېدو خوښ دي خو ځيني وايي چې په يو شمېر سيمو کې پر هغو کورونو هم برېښنا پرې شوې چې بېلونه يې پر وخت تحويل کړي دي.

د رومان په نوم د جلال‌اباد ښار يو اوسېدونکی وايي، د برېښنا له اړخه هېڅ پوروړی نه دی خو برېښنا ورباندې پرې شوې ده.

خو د ننګرهار برېښنا رياست وايي، که په تېروتنې سره د کوم چا برېښنا پرې شوې وي، ریاست او یا نږدې برج ته دې ورشي، ستونزه يې په بېړڼي ډول بېرته حلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.